IQNA

 په سیمې کې د ایران پرمثتب رول هیڅوک سترګې نشي پټولی

16:28 - April 16, 2026
د خبر لمبر: 3492674
ایکنا -  د پاکستان د پوځ  ستر قوماندان فیلډ مارشل عاصم منیر چې پرون  د ایران په سفر راغلی ، نن ئې  د ایران د اسلامی شورا له مشر محمد باقر قالیباف سره کتنه  وکړه او وې وئيل؛پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب مهم رول لوبوي.

ایکنا -  د پاکستان د پوځ  ستر قوماندان فیلډ مارشل عاصم منیر چې پرون  د ایران په سفر راغلی ، نن ئې  د ایران د اسلامی شورا له مشر محمد باقر قالیباف سره کتنه  وکړه او وې وئيل؛پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب مهم رول لوبوي.ایکنانیوز د صدا وسیما خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د پاکستان د پوځ لوي قوماندان فیلډ مارشل عاصم منیر  نن له غرمه مخکې د ایران د اسلامی شورا له مشر محمد باقر قالیباف سره کتنه وکړه او د وروستیو بدلونونو او دغه راز د  ایران او امریکا ترمینځ دد وروستیو خبرواترو  د نتیجو په اړه ئې  ورسره  خبرې وکړې. دوي  په دوواړخیزو اړیکو او مناسباتو هم خبرې وکړې او دغه راز ئې   په سیمې کې  امن او ثبات او د شخړو په پای کې  د ترقئ او  پراختیا په راتلونکي هم ټينګار وکړ.

 داپه داسې حال کې دي چې  د ایران او امریکا ترمینځ  د وروستیو نښتو  او دغه راز  د اور بند په باب د پاکستان په وړاندیز سره په اسلام  اباد کې سره  خبرې کړي چې څه خاص نتیجه ئې نه ده درلودلې ،البته بیا هم  د پاکستان چارواکي هڅه کوي،د اسلام اباد دخبرو دوهم پړاؤ هم ترسره کړي او  د ایران او امریکا ترمینځ  د روغې جوړې په راوستو کې خپل مثبت رول ولوبوي .

د ایران  او پاکستان ترمینځ دوه ورځنئ  اوربند په راتلونکي سه شنبې ورځې پاي ته رسیږي  او  د پاکستان سیاسی اوپوځي چارواکي هڅه کوي ، له راتلونکي سه شنبې ورځې مخکې بیا د خبرواترو دوهم پړاؤ ترسره شي او یا دغه اور بند تمدید شی.حال دا چې د ایران لوړپوړي پوځي چارواکي  په زغرده وائي  چې  داور بند دتمدیدیدا لپاره هیڅ ګروهنه نه لري  او که په دغو پاتې شپو ورځو کې کومه روغه جوړه وشوه ، نو ښه په ښه کنه نو  د خپل ملت  حقوق به په خداي تعالی باندې په ایمان او د خپل ملت  په توان باندې په تکیه سره محقق کوي.

 له دې سره په یووخت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي یو ځل بیا  ویلي چې پاکستان د سیمې د سولې لپاره ژمن دی او د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند په رامنځته کېدو کې ئې مهم رول لوبولی د او  دغه راز به په سیمې کې تر بشپړ امن اوثبات د ټينګیدا   او د شخړې تر پاي پورې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه چې پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب لپاره هڅې کوي، او د اسلام‌آباد مذاکرات د لومړي وزیر شهباز شریف په هڅو ترسره شول.

د ویاند په وینا، د پاکستان د  مشرانو له خوا له نړیوالو مشرانو سره اړیکې ټینګې ساتل شوې او د سولې هڅې په نړیواله کچه ستایل شوې دي. د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف هم په سیمې کې  د سولې اوثبات  د بیرته ټينګیدا په خاطر خپل سیمه ایز سفر له عربستانه پیل کړی او ددغه هیواد له ولی عهد محمد بن سلمان سره ئې لیده کاته کړي دي او ټاکل شوې ده چې له عربستان وروسته خپل سفر دوهم مقصد  قطر ته هم لاړشي اوله دې وروسته به د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره هم کتنه او خبرې وکړې.

 داپه داسې حال کې دي چې د پاکستان خارجه وزارت  همدارنګه په لبنان کې د اسرائیلي بریدونو غندنه کړې او د کشمیر په اړه ئې د هند پر اقداماتو اندېښنه څرګنده کړې،  او ټینګار یې کړی چې د کشمیر   او د کشمیر د خلکو  په اړه وروستۍ پرېکړه باید د ملګرو ملتو د پرېکړو له مخې وشي.

https://www.iribnews.ir/fa/news/5765545

captcha